دافغانستان اسلامي امارت
تازه لیکنې مرکې

د هیواد له غښتلي عالم او ليکوال مفتي حبيب الله قاسمي صاحب سره د څرک مجلې ځانګړې مرکه

مرکه کونکی: ع – مبارز

له فراغت وروسته د خپلې علمي وړتيا د لا پياوړي کولو لپاره دوه لارې دي، د تدريس لاره او د تخصصاتو لاره، دا دواړه لارې د نويو ځوانانو د علمي پياوړتيا لپاره ډيرې ګټورې دي.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترم مفتي صاحب خوښ شو، چې د ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د مرکې وخت راکړ.

پوښتنه: له دې سره سره چې د دیني مدرسو پر وړاندې په هیواد دننه او له هیواد څخه د بهر د هجرت په دیار کې په لویه کچه مشکلات او بندیزونه شتون لري او د مدرسو د چلولو په برخه کې هم ډېر مشکلات موجود دي، ولې بیا هم مدرسې روانې دي او د طالبانو لپاره د فیض سرچینې دي، ډېرو مدرسو کې د طالبانو د ډیروالي له امله داخلې هم نه وي تاسو عزتمند د دې وجوهات په څه کې وینئ؟

ځواب: الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی اشرف الانبياء والمرسلين محمد وعلی اله او اصحابه اجمعين امابعد: وعن معاوية رضي الله تعالی عنه قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: من یرد الله به خيراً يفقهه فی الدين. رواه البخاري
د څرک مجلې لوستونکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! الله جل جلاله دې وکړي چې روغ، جوړ او خوشاله به ياست.
څرک مجله له ډېر وخت راهیسي دیني او علمي برخه کې ډېر ښه مطالب خپروي او څنګه چې سږ کال تعلیمي کال په خلاصیدو دی، په هیواد کې دننه او د باندې د مدرسو بهیر له مخکې څخه ډېر زیات تاند او پیاوړی دی او د مدرسو استاذانو او مسؤلینو ددغه علمي بهیر لا پیاوړي کولو ته مټې رانغښتي او په ډېر همت او پیاوړي هوډ باندې ددغه کاروان د سرته رسولو لپاره هلې ځلې کوي، الله تعالی جل جلاله دې د دوی هلي ځلې په خپل عالي دربار کې قبولې کړي. ستاسو د پوښتنې په اړه به دومره ووايم چې د دومره ستونزو سره سره بياهم ورځ تر بلې مدرسې د پرمختګ په حال کې دي، ددې تر ټولو اساسي لامل د ديني مدارسو د چلوونکو اخلاص او للهيت دی.

او بل دا چې الله جل جلاله د خپل دين د ساتني وعده کړې ده، الله تعالی په قران کريم کريم کې فرمايي: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ [الحجر: ۹]
ژباړه: موږ قران کريم نازل کړی دی او موږ به يې ساتنه او حفاظت کوو.
په ساتنه کې يې علماءکرام ليکي:
چې د دې دين د نشر او اشاعت او اصلي پانګې د خونديتابه لپاره به الله جل جلاله په دې امت کې داسې خلک پيدا کوي، چي ددين د دغې قيمتي پانګې د ساتلو په هره برخه کې ضرورت وي الله جل جلاله به د هغه لپاره خلک او ځوانان پيداکوي. لکه موږ او تاسې چې د اسلامي امت تاريخ ګورو چې هر وخت اسلام باندې د نړۍ په هره برخه کې ستونزه راغلې، د نړۍ په بله برخه کې الله جل جلاله د دين د خدمت لپاره ځوانان او خلک پيدا کړي دي.
او بل ایت کريمه ده: يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ [الصف: ۸]
د اسلام دښمنان غواړي چي د اسلام ډيوه په خپلو پوکيو باندې مړه کړي، د دوی دا هڅې د دې ډيوې په مقابله کې ډيرې کمزورې دي، الله جل جلاله به دا ډيوه ساتي، مړه کيدو ته به يې نه پريږدي، که څه هم د کافرانو او اسلام د دښمنانو ددې ډيوې بليدل نه لوريږي او پرې خوشحاله نه دي؛ خو الله جل جلاله به دا ډيوه ساتي. د همدې وعدې سره سم ماشاءالله په هيواد کې دننه او د باندې د پخوا په پرتله باندې د مدارسو بهير ډېر چټک شوی دی. زمونږ په وطن کې ماشاءالله هغه ځايونه چې انسان به يې تصور هم نه کاوه چي دلته به مدرسي يا علمي مراکزجوړيږي، خو د الله جل جلاله عجيب سنت ده او الله جل جلاله مدارس ورځ تر بلې زيات کړي دي.

پوښتنه: دا خبره کیږي چې د مدرسو په روان بهیر که څه هم د شمېر، تعداد او کمیت له پلوه زړه وړونکي دي، ولې د کیفیت او استعداد له اړخه د د دوه لسیزو وړاندې په پرتله یوڅه کمزوریانې لري، په دې معنی چې استاذان له شاګردانو سره ډېره خواري نه باسي، قوي مطالعه لکه څنګه چې لازمه ده نه کوي او یا په دې هڅه کې دي چې د ابتدایي کتابونو له درس ژر اوزګار او ځانونه د احادیثو د کتابونو تر درس ورسوي تاسې محترم دغه تفاوت او پرتله منئ؟ او د حل ټکي یې په څه کې وینئ؟

ځواب: د کيفيت له پلوه به کمزوري وي خو که انسان خواري وکړي او همت وکړي. هغه هم ښه کيږي کوښښ روان دی چې کيفيت يې هم ښه ښي، زه چې څومره د مدرسو مشران وينم. هغوی کوښښ کوي، چې مدارسو ته ښه مدرسين پيدا کړي او د خپلو مدرسو کيفيت هم لوړ کړي.

او طبعي ده چې استعدادونه ورځ تربلې کمزوري کيږي، لکه په حديث شريف کې راځي: إن الله لايقبض العلم انتزاعا ولكن يقبضه بقبض العلماء. ورځ تربلې علمي استعدادونه کمزوري کيږي او د کمزوري خواته روان دي او بل حدیث کې راځي: مثل امتي کمثل المطر، يعنې زما د امت مثال داسې دی، لکه د باران، چې د باران د پيل برخي څاڅکي به د پټيو ځمکو ته ډيره ګټه ورسوي که د منځ او که د وروستۍ برخې.

نو په دې امت کې الله جل جلاله په هر وخت کې داسې افراد، رجال او داسې مجددين پيداکړي دي. چې کومه کمزورتيا وي هغه آلله جل جلاله په دوی باندې بشپړه کړې او ترسره کړې ده، نو د کميت په لحاظ باندې مدارس ورځ تر بلې ښه کيږي او کيفيت ته به يې هم توجه کيږي. اګر که کيفيت يې پخوا سره نشي پرتله کيدلاي. کمزورتيا ته خبره روانه ده، ځکه د پخوا په څېر همتونه نشته، خو بياهم ناهيلي نه ده پکار، ځکه چې د الله جل جلاله وعده ده، چې زه به دې امت ته مجددين پيدا کوم، د سنن ابي داؤد روايت دی: “إن الله عز وجل يبعث لهذه الأمة على رأس كلِّ مِئة سنةٍ من يُجَدِّدُ لها دينَها” الله تعالی به هره پيړۍ کې داسې مجددين پيداکوي، د جهاد په برخه کې، د دعوت په برخه کې او د تدريس په ميدان کې، چې هغه کارونه چې سست شوي دي او مړاوې شوي دي، هغه به الله جل جلاله پرې تازه کوي.

زمونږ ډېر اميد دی چې الله جل جلاله به د مدارسو روان بهير ښه کوي او الله جل جلاله د کميت او د کيفيت په برخو کې به ترقي ورته نصیب کوي.

پوښتنه: یو ځوان عالم چې فراغت حاصل کړي د تاسو په اند باید هغه تدریس له کومې سطحې پیل کړي ترڅو کور کلي او ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي؟

ځواب: ددې پوښتنې په ځواب کې به ووايم چې زموږ څومره تېره ۲۲کلنه تجربه ده، نو د اوسمهال ځوانان د مخکينيو علماوو په پرتله ځينې ستونزې لري، پخوا به ډيره زياته خواري کيدله او په درس او تدريس کې به ډېر دقت و، اوس ځینې داسې مصروفیات د درس په وخت کې پيداشوي دي، چې هغه ځوانان نه پريږدي، چې په ښه ډول باندې خپلې زده کړې سرته ورسوي، له همدې امله له فراغت وروسته د خپلی علمي وړتيا د لا پياوړي کولو لپاره دوه لارې دي، د تدريس لاره او د تخصصاتو لاره. دا دواړه لارې د نوي ځوانان د علمي پياوړتيا لپاره ډيرې ګټورې دي.

د تخصصاتو لاره د هغو ځوانانو لپاره چې غواړي په راتلونکي کې د فقه، د فتوا، د حدیثو، د دعوت په برخه کې، د سياست په برخه کې پرمختګ وکړي او يا د تجويد په برخه کې او يا د ښه امامت د سرته رسولو په برخه کې او يا د عربي ژبې د برخي لپاره د غه ګڼ تخصوصات دي او نوي ځوانان د خپل ذوق سره سم دغه تخصوصات ولولي.

ماته خو د تدريس په پرتله دغه لاره ډېره ښه بريښي، ځکه بيا په راتلونکي کې انسان سره وخت هم نه وي نو د انسان علمي ترقي لپاره يو بنياد جوړ وي، بيا په هغه بنياد باندې مخته ځي، تخصصاتو ستره فائده دا ده چې نوي ځوانان له مدارسو فارغيږي د هغوی له علمي مصادرو سره شناخت او تعرف کم وي. او د تخصصاتو په ويلو سره انسان ته علمي مصادر په لاس ورځي او بيا اينده د تدريس په ميدان کې هغه که خواري وکړي نو يو ښه ځلانده راتلونکې به ولري.

او دوهمه مشوره د تدريس په برخه کې ده، د تدريس ډيرې ښې طريقې او اسالیب په دنيا کي رواج دي، که انسان کوښښ وکړي د هغو اسالیبو له خپلولو سره سره د تدريس په برخه کې د ځوانانو اړتیا ده او دې اړتياوو ته پام وکړي او په ښه اخلاص باندې، په ښه پابندي باندې او په ښه درد باندې تدريس وکړي، نو ښه ترقي او پرمختګ کولاي شي.

څرک: مننه مفتي صیب له وخت راکولو مو.

مفتي صاحب: له تاسو هم مننه چې مونږ ته مو وخت راکړ، ترڅو خپل غږ تر خلکو په ځانګړي ډول تر نویو فارغو شویو طالبانو ورسوو.

اړوند نور مطالب او مجلې

دکابل رژیم په عسکرو شکست ولې ګډ دی؟

Habibullah Helal

امریکا دې له شل کلن اشغاله سبق واخلي!

Habibullah Helal

د اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو ساتونکي ځواک ته اړتيا

Habibullah Helal