Home / څرک / څرک مجله چاپ اوخپره شوه .

څرک مجله چاپ اوخپره شوه .

دافغانستان داسلامي  امارت  دفرهنګي  چارو کمیسون مخکښه  مهالنی علمي ،جهادي  ، سیاسي  اوټولنیزه مجله  چې دروان کال  ۱۴۳۶ ه ق دشوال المکرم میاشتي  او د۲۰۱۵ کال دجون اوجولای  له میاشتو  سره سمون خوري  اودچاپ مسلسله شماره یې ۸۶ ګڼه برابریږي تازه چاپ اوخپره شوه .
په نوي څرک کې  دهیواد، سیمي  اونړی ،په باب  مهم اوعمده مطالب ، څیړني ، تحلیلونه ، تبصیري ، مرکي ، راپورونه ، علمي اوجهادي مقالي چې دهیواد دپیاوړو لیکوالو ، علماوو اوپوهانو په قلمونو لیکل شوي ځای پرځای شوي دي ، تمه ده چې  دخپلو مینه والو اولوستوالو علمي او جهادي  تنده به   خړوبه کړي. اداره
[su_button url=”http://api.viglink.com/api/click?format=go&jsonp=vglnk_145175201216711&key=9b4efad421c8b103b2c94b796db973b0&libId=iixbn3my010137r2000DAkn2em122&subId=bca872e874c5a41a9ed679fb136bff0c&loc=http%3A%2F%2Falemara1.org%2F%3Fp%3D20630&v=1&out=https%3A%2F%2Fia601509.us.archive.org%2F28%2Fitems%2FSralMewMegazen62015%2FSral%2520Mew%2520Megazen%25206-2015.pdf&ref=http%3A%2F%2Falemara1.org%2F%3Fs%3D%25D9%2585%25D8%25AC%25D9%2584%25D9%2587%2B&title=%DA%85%D8%B1%DA%A9%20%C2%A0%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%87%20%DA%86%D8%A7%D9%BE%20%D8%A7%D9%88%D8%AE%D9%BE%D8%B1%D9%87%20%D8%B4%D9%88%D9%87%20.%20-%20%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%B1%D9%87&txt=%DA%A9%D9%85%D9%81%DB%8C%D9%88%D9%BC%D8%B1%20%D8%AA%D9%87%20%D8%AF%20%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%8A%20%D8%AF%20%DA%9A%DA%A9%D8%AA%D9%87%20%DA%A9%D9%88%D9%84%D9%88%20%D9%84%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87%20%D8%AF%D8%A7%20%DA%81%D8%A7%D9%8A%20%DA%A9%D9%84%DB%8C%DA%A9%20%DA%A9%DA%93%D9%8A%26nbsp%3B” target=”blank” background=”#014795″ size=”5″ wide=”yes” center=”yes” radius=”10″ icon=”icon: file-pdf-o” text_shadow=”0px 0px 3px #000000″]د مجلې PDF بڼه ښکته کړئ [/su_button]

About admin

2 comments

  1. *د لوګر له افقه یو بل د جهاد او مبارزې ځلانده ستوری پریووت:*
    *تراب افغان*
    د مېړانې، صداقت، اخلاص سمبول، د حېاء، ادب ممثل، د غیرت، شجاعت، دنګ منار، د افغانستان فخر، د لوګر ویاړ، د دادوخېلو هسکه شمله اخ، اخ ملا عبدالروف (حقیار) هم شهید شو.
    انا لله وانا الیه راجعون.
    اللهم تقبل شهادته و جعل الجنة مثواه.
    ملا عبدالروف (حقیار) د چراټ جامعه اسلامیه محمدیه مدرسې، د طالبي له زمانې راسې تر اوسه چې زه پېژنم: ډېر داسې مثبت خاطرات یې لرل چې تل به راته یاد وي.
    اتل شهید ملا عبدالروف د صورت او سیرت په لحاض ممتاز منلی شخصیت وو. غوره اخلاق، دینداي یې لرله. دملګرتیا اهمیت یې ښه پېژانده. ډېر متواضع، مؤدب، هوښېار، انسان وو. د حېاء، ادب او ښواخلاقو په جوهر سنبال وو. او د هرچا سره یې ډېر ښه متقابل احترام درلود. د ژوند ډېره برخه یې د حق دفاع او د باطل پرستو مقابله “سپیڅلی جهاد” کې تیره وله. د روسي یرغل، د هغوی د پاتې شونو” کمونستانو” په وړاندې، دشمالي ټلوالې (شروفساد) په وړاندې، اوتقریبا څه باندې دا یوه لسیزه د امریکایي یرغل په وړاندې تل دجګړو په لمړیو دفاعي کرښو کې د یو مخکښ، نظامي، مسلکي، قومندان په توګه تکړه نه ستړیکیدونکی مبارز پاتې شوی وو. او له ماسره یې دملګرتیا په دومره اوږده زمانه کې. ما له مرحوم شهید ملا عبدالروف څخه نه کوم داسې ناوړه افعال او حرکات لیدلی وو. او نه مې هم کله ترېنه نا مناسب الفاظ اوریدلی وو. د مرحوم شهید ملاعبدالروف له جهاد سره بې کچې مینې، او د شهادت یواځېنې ارزو او تمنا وه چې بالاخره یې دشهادت دا ارزو او تمنا ترسره شوه. او دشهادت لوړ مقام ته ورسېد.
    انا لله وانا الیه راجعون.
    قريبانو، ملګرو، ځامنو او ټولې درنې کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړم.
    او ځامنو ته یې د پلار په شان دکامیاب ژوند په هیله یم.
    د چراټ جامعه اسلامېه محمدېه له وخته بیا تر شهادته د یو نه هېرېدونکی، خوژ، وفادار، صمیم، راته ګران او قدرمند ملګری په حیث مې ورسره مخه ښه اوکړه یاد دې یې تل وي.

    انا لله و انا الیه راجعون.
    الله یرحمک و مثواک الجنة والفردوس الاعلې و مع الانبیاء ع والصحابة رض
    اللهم امین یا رب العالمین.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د څرک ځانګړې ګڼه چاپ شوه!

څرک مهالنۍ مجله د افغانستان اسلامي امارت مهمه ، امتیازي خپرونه او ...